پاکستان د ۵ ځانمرګو د نیولو ادعا کوي پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د امنیتي سرچینو پر اساس ادعا وکړه چې سرحدي ځواکونو یې تېر ماښام (د جولای په ۱۷مه) پنځه مشکوک ځانمرګي بریدګر په داسي حال کې ونیول چې غوښتل یې له افغانستان څخه پاکستان ته دننه شي. سرچینو نیول شوي کسان د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو غړي بللي دي او ویلي، دا کسان هغه مهال ونیول شول چې د بیسي خېل کلي په یوه جومات کې یې پناه واخیسته. پاکستان وخت په وخت له افغانستانه د ټي ټي پي د وسله والو کسانو د وراښتو ادعاوې کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان ادعاوې ردوي... Читать полностью...
ГПМ Радио в Санкт-Петербурге: «Ленинградские мосты» и «Креативные выходные» объединят молодежь Северной столицы
Лариса Долина отметит свой юбилей грандиозным концертом «В кругу друзей» на сцене Государственного Кремлевского Дворца