Добавить новость

په امریکا کې د افغان کډوالو د موقتي خوندیتوب حالت د جولای تر ۲۱ وغځول شو

په متحدو ایالتونو کې د استیناف یوې محکمې د افغان وګړو لپاره د موقتي خوندیتوب حالت د لغوه کولو لپاره د ولسمشر دونالد ټرمپ په موقت ډول وځنډاوه. د محکمې له پرېکړې سره سم، هغه افغانان چې د دې محافظتي اسنادو لرونکي دي او د شړلو له ګواښ سره مخامخ وو، لږ تر لږه د جولای تر ۲۱ پورې کولی شي پرته له قانوني ستونزې په امریکا کې پاتې شي. دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د پناه غوښتونکو د حقونو یوه مدافع اداره چې CASA نومېږي، د ولسمشر ټرمپ او د امریکا د کورني امنیت وزارت پر ضد محکمې ته عریضه وړاندې کړه او د دې فرمان د لغو کولو غوښتنه ‌یې وکړه.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта