پاکستان کې میشت افغان کډوال؛ حکومت د ویزو په بندیدو سره د افغانانو جبري اخراج ته زمینه برابروي
داسې مهال چې د پاکستان حکومت په دې هیواد کې د میشتو افغانانو د ویزو د تمدید پروسه تر نامعلومې مودې ځنډولې په پلازمینه اسلام اباد کې میشت یو شمېر افغانان وايي د پولیسو له لوري د بې ویزې افغانانو د نیولو او حاجي کمپ ته یې د انتقال پروسه یو وار بیا تېزه شوې ده.
حاجي کمپ په راولپیڼدۍ کې هغه ځای چې له نیول کېدو وروسته افغانان ورته انتقال او له بایمټریک وروسته له دې هیواده په جبري ډول ایستل کیږي.
د اسلام اباد په جی ۹ سیمه کې میشت یو افغان عبدالله چې متحده ایالاتو ته د ایس اي وي کیس لري وايي همدا پرون د...