اوتونبایوا: په افغانستان کې د بې سوادۍ کچه د نړۍ تر ټولو هیوادونو لوړه ده
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، په دغه هېواد کې د سواد د کچې پر ټیټوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د نالوستو وګړو شمېر پکې تر ټولو زیات دی.
نوموړې دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د کابل د کتاب فیستوال د پرانیستې په مراسمو کې وکړې. هغې وویل چې یوازې ۵۰ سلنه افغان نارینه او شاوخوا ۲۰ سلنه افغان ښځې لوستلی او لیکلی شي.
اوتونبایوا له پانګهوالو او سوداګرو وغوښتل چې د سواد د پراختیا، او د کتابونو د چاپ او خپرولو په برخه کې فعاله ونډه واخلي.