برېتانیې ۵ کاله وروسته د پاکستان پر هوايي شرکتونو د بندیزونو لیرې کولو اعلان وکړ
برېتانیوي چارواکي وايي، د پاکستان پر هوايي شرکتونو او الوتکو یې لګولي بندیزونه لیرې کړي دي.په اسلام اباد کې د برېتانیې سفیرې جېني میرییټ د جولای پر ۱۶مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې د هوايي خوندیتوب ادارې تر ارزونې او تخنیکي بهیر وروسته د پاکستان پر هوايي شرکتونو محدودیتونه لیرې کړي دي.
په اسلام اباد کې برېتانیو سفارت د خپلې سفیرې بیان پر خپله رسمي اېکس پاڼه شریک کړی دی.
په بیان کې وړاندې راغلي، برېتانیې ته د پاکستانیو الوتکو د پروازونو بحالي به وخت واخلي خو دا یو مهم اقدام دی او...