د ټرمپ او پوتین ترمنځ ناندرۍ؛ ولسمشر ټرمپ وايي پوتین لیونی دی
یو لوړپوړی اوکراییني چارواکی وايي، د اوکرایین لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی کیت کیلاګ نن دوشنبې کیف ته رسیدلی دی.
دا سفر داسې مهال دی چې د اوکرایین د درې کلنې جګړې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پالیسۍ د بدلون په حال کې دي.
ټرمپ چې د خپلو ټاکنیزو منډو تړو پر مهال يې په یوه ورځ کې د اوکرایین د جګړې د دریدو ژمنه کړې وه، په وروستیو کې يې په ځلونو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر کلک دریځ نیوکې کړې او هغه ته يې د "لیوني" خطاب کړی دی.
ټرمپ همدارنګه اوکرایین ته د پاټرویټ دفاعي وسلو د ورکړې خبره هم کړې ده.