ټرمپ؛ اوکرایین ته د پاټرویټ هوايي دفاعي سیسټم ورکوو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، اوکرایین ته د پاټرویټ هوايي دفاعي سیسټم ورکوي، څو د روسیې د بریدونو پر وړاندې له خپلې فضا دفاع وکړي.
ټرمپ دا څرګندونې پرون ماښام په واشنګټن کې خبریالانو ته کړي دي.
هغه وړاندې وویل، "امریکا د ناټو له لارې اوکرایین ته دا دفاعي وسلې ورکوي او اوکرایین به يې بیه پرې کوي".
ټرمپ د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین هم سختې نیوکې وکړي او زیاته کړه چې "پوتین ښې خبرې کوي خو ماښام کې بیا پر خلکو بمبار کوي".
بل پلو، د ناټو سرمنشي مارک روته واشنګټن ته تللی څو د اوکرایین د جګړې په اړه له ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړي.