له ایران او پاکستانه راستانه شوي افغانې کورنۍ؛ له زده کړو د لورګانو محرومیت ته انديښمن یو
له پاکستان او ایرانه، افغانستان ته یو شمېر تازه ستنې شوې کورنۍ، دغه هېواد کې له زده کړو د خپلو لوڼو د محرومېدو په اړه اندېښمنې دي.
دوی وایي، کډوالۍ کې یې لورګانو تعلیم کاوه او ښوونځيو ته تللې خو خپل هیواد ته په ستنېدو سره په کور ناستې دي.
د پاکستان د خیبرپښتونخواه له پېښور ښاره افغانستان ته تازه ستنه شوې د اوو لوڼو مور سعدیه وايي، پاکستان کې یې دوه لورګانې ښوونځي ته تللې، خو دلته اوس په کور ناستې دي.
"دوی هلته ښوونځیو کې وې، دلته که دوی ته زده کړې وای، ډاکترانې او ښوونکې شوې به وی، نارینه اولاد هم...