کراچۍ کې د باجوړ "امن پاڅون" په ملاتړ احتجاجي لاریون شوی دی
په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند د مخکښ سیاستوال او دیني عالم مولانا خانزېب د وژنې پرضد او د باجوړ د "امن پاڅون" په ملاتړ په کراچۍ کې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج شوی دی. د جولای ۱۳مې د احتجاج ګډونوالو له حکومته وغوښتل چې په باجوړ، خیبر، شمالي او جنوبي وزیرستان، سوات او نورو ضلعو کې دې د امنیت لپاره سمدستي اقدامات وکړي او د پښتنو سیاستوالانو او مشرانو د وژنو مخه دې ونیسي. مولانا خانزېب د جولای پر ۱۰مه په خار کې له خپل یو ساتونکي سره یو ځای په وسلوال برید کې ووژل شو.