د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر اسلام اباد کې د طالبانو سرپرست سفیر سره کتلي دي په اسلام اباد کې د طالبانو سرپرست سفیر سردار احمد شکېب د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر علي امین ګنداپور سره د افغان کډوالو، سوداګرۍ او د یوه سرطاني ناروغیو د درملني د روغتون د جوړیدو په اړه خبرې کړي دي. د طالبانو په واک کې باختر خبري اژانس نن یکشنبې پر خپلې ویب پاڼې لیکلي، په دې کتنه کې دواړو خواو پر دوه اړخیزو همکاریو او د سیمې پر ثبات بحث کړی دی. وړاندې د ګنداپور په حواله راغلي چې غواړي د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او باور رامنځته کولو په موخه کابل ته یو پلاوی واستوي. د دغه پلاوي د راتګ په اړه نور جزیات ورکړل شوي نه دي. Читать полностью...
В Корпоративном университете «ЛокоТех» за первое полугодие 2025 года обучено более 2500 человек и создано 8 новых программ
Азербайджанские олигархи получили удар первыми. Их дела в России теперь на виду. Баку ясно дают понять, что шутки кончились
Олеся Шергина из Екатеринбурга взошла на Эльбрус: история смелости, вдохновения и преодоления девушки с протезом