Добавить новость

ایراني چارواکو تایید کړه چې د اسراییل د برید په ترڅ کې یو شمېر بندیان تښتېدلي

ایراني چارواکو تأیید کړې چې په تهران کې د اسرائیل د برید پر مهال، یو شمېر بنديان د ایوین له زندانه تښتېدلي دي. د ایران د قضائیې قوې ویاند، اصغر جهانګیري، نن شنبه، د سرطان ۲۱مه وویل: «محدود شمېر بندیان شاوخوا درې اوونۍ مخکې تښتېدلي دي»، خو هغه د تښتېدلو بنديانو کره شمېر ونه ښود. جهانګیري همداراز تأیید کړه چې پر ایوین زندان د اسراییل په برید کې ۷۱ کسان ووژل شول چې د هغو په منځ کې ۵ بندیان هم شامل وو. اسرائیل دغه برید چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۲ ورځني جنګ په ترڅ کې وشو، یو «سمبولیک برید» وباله چې د ایران د حکومت پر ضد ترسره شوی دی.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта