کواټ کې د اېف سي سرتېرو د تښتولو او وژنې ضد مظاهره شوې
د خیبر پښتونخوا د کواټ اوسېدونکو د سورګلو سیمې د دوو اېف سي سرتېرو د تښتونې او وژنې پرضد احتجاجي لاریون کړی دی. د سیمې اوسېدونکي وايي، د جولای پر څلورمه وسلوالو په لکي مروتو کې د اېف سي ځواک درې سرتېري وتښتول چې ورڅخه یې دوه د کواټ اوسېدونکي ول. دوی دعوه کوي چې وسلوالو د هغوی د وژنې ویډیو خپره کړې. مشال راډیو د هغې ویډیو د کره والي تصدیق نه شي کولای خو د یو سرتېري ورور د جولای پر نهمه تر احتجاج وروسته خبري غونډې ته د خپل ورور وژنه تایید کړه او زیاته یې کړه چې چارواکي دې ورسره د مړي په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.