د بې ویزې موټر چلوونکو لپاره د مهلت پای ته رسېدل؛ افغان او پاکستاني سوداګر د ستونزو له زیاتېدو وېره لري
د جولای اتمه د بې پاسپورټه او بې ویزې سوداګریزو موټر چلوونکو لپاره د مهلت ورستي ورځ ټاکل شوې او د دې دواړو درلودل نور ورته حتمي دي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې سلاکار دکتور مخلص احمد دوشنبه (د جولای په ۷ مه) د دې ټکي په څرګندولو سره ازادي راډیو ته وویل، دوی هیله من دي چې دې ستونزې ته بله حل لاره راووځي، ګڼې په خبره یې د دواړو غاړو سوداګرو به جدي ستونزو سره مخ شي.
"موټر چلوونکو ته په (دومداره توګه) د ویزو او پاسپورتونو تر لاسه کول ستونزمن دي، هیله مند یو چۍ د کابل او اسلام اباد چارواکي...