نن د محرم لسمه د عاشورا ورځ ده، شعیه ویرکوونکي ادعا کوي چې طالبانو د امنیت په نوم د دوی پر مراسمو محدودیتونه لګولي دي
د محرم میاشتې لسمه د عاشورا ورځ په پلارمینې کابل کې هم شعیه ویر کونکو نمانځلي.
خو یو شمیر دوی تور پورې کوي چې د طالبانو حکومت د امنیت په نوم په مراسمو محدودیتونه لګولي دي.
دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ادعا هم وکړه چې په لوړ غږ د مرثیو په خپرولو او د خیمو او تورو بیرغونو د لګولو په ګډون د مراسمو په بېلابیلو بڼو محدودیت هغه څه دي چې د سږ کال د عاشورا مراسم یې پیکه کړي دي.
په کابل کې یو شیعه ویر کوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل، "طالبانو د...