د محمود شاه حبیبي د نیول په اړه ضدنقض ادعاوي، کورنۍ يې وايي د طالبانو په بند کې دی خو طالبان يې ردوي
د طالبانو حکومت د ویاند له دې خبرې ورسته چې د دوی اړوندو ادارو د افغاني الاصله امریکایي محمود شاه حبیبي د عریضي پر بنسټ څیړنه کړې او نوموړی ورسره نشته، د حبیبي ورور ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د دوی هیڅ کومه عریضه نه ده منلې او ور مسترد کړې یې ده.
احمد شاه حبیبي د شنبې په ورځ (د جولای پنځمه) ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل،
"زما ورور له دوی (طالبانو) سره دی او د دوی په بند کې دی او دوی یې باید برخلیک معلوم کړي، موږ خو طالبانو کې عریضې ډېرو ځایونو ته کړي خو له بده مرغه دوی زموږ عریضې نه دي منلي او...