د اوکراین او روسیې د بریدونو تبادله، اوکراین وایي د روسېې د جنګي الوتکو یوه اډه یې ویشتلې
د اوکراین پوځ وایي، نن شنبه ( د چنګاښ ۱۴مه) یې د روسیې د جنګي الوتکو پر یوه اډه برید کړی دی.
د پوځ لوی درستیز ویلي چې د ورونیژ سیمې په دغې هوایي اډه کې ( Su-34, Su35S, Su30SM ) ډوله جنګي جیټ الوتکې ولاړې وې.
د پوځ مشر پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د دغې اډې هغه ډيپو یې ویشتلې چې ګلایډ بمونه، د روزنې یوه الوتکه او ممکن ځینې نورې الوتکې هم په کې وي.
تراوسه د دغه برید د زیان په اړه څه نه دي ویل شوي او روسیي چارواکو هم پرې تبصره نه ده کړې.
بل لور ته روسیې تیره شپه پر اوکراین ۳۲۲ بې پيلوټه الوتکې توغولي...