Добавить новость

د اسراییل او ایران د جګړې له پیل راهیسې د ایران مشر د لومړي ځل لپاره عام محضر کې ولیدل شو

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د ایران او اسراییل له جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره پرون ماښام ( د چنګاښ ۱۴مه) په عام محضر کې ولیدل شو. د رسنیو له خوا د خپرو شویو ویډیوګانو پر اساس خامنه یی د عاشورا شپې د عزادارۍ په مراسمو کې لیدل شوی دی. خامنه یي د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې له پیله تراوسه د عامو خلکو له سترګو پټ و او دې موده کې یې یوازې ۳ ویډیویي پيغامونه خپاره کړي دي. د ایران او اسراییل د جګړې پر مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، دوی ته د خامنه یي د پټې ځای معلوم دی، خو په خبره یې دوی یې د وژلو نیت نه لري.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта