افغانستان، ازبکستان او اذربایجان درې اړخیزې کاري ډلې جوړوي
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اذربایجان له صدراعظم علي اسدوف سره د ایکو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې کتلي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرون چهارشنبې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، "په کتنه کې ملا برادر له اذربایجاني لوري غوښتي چې د کرنې د میکانیزه کولو، د اوبو مدیریت، د اسان خدمت د پروګرامونو د تطبیق، ماین پاکۍ او د مسلکي زده کړو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي".
د خبرپاڼې په ټکو، ښاغلي اسدوف د کانونو د استخراج، د اوبو مدیریت او...