Дуэль топонимов: Азербайджан заставляет извиняться за "Степанакерт" и грозит зеркальным ответом по городам России
د روسیې لپاره د طالبانو نوی ګومارل شوی سفیر مسکو ته رسیدلی دی د روسیې لپاره د طالبانو نوی ګومارل شوی سفیر ګل حسن د خپل ډیپلوماټیک ماموریت د پیل لپاره پرون سه شنبې مسکو رسیدلی دی. فرانس پرس د روسیې د دولتي خبري اژانس تاس په حواله راپور ورکړی چې ګل حسن به ډیر ژر په مسکو کې د طالبانو د سفیر په توګه دنده پیل کړي. په مسکو کې د افغانستان د سفارت یوه چارواکي هم دا خبر فرانس پریس ته تایید کړې دی. ګل حسن هغه لوړپوړی ډیپلوماټ دی چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې مسکو کې د سفیر په توګه دنده پیلوي. هغه له دې وړاندې د پاکستان په کویټه کې د طالبانو د کنسول په توګه دنده ترسره کړې ده. Читать полностью...