امریکا وايي د پېنټاګان تر ارزونې وروسته اوکراین ته ځینې وسلې نه لېږدوي
د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کېلي د جولای پر لومړۍ په بیان کې وویل چې د دفاع وزارت له لوري له نورو هېوادونو سره د امریکايي پوځي ملاتړ ته تر بیاکتنې وروسته "د امریکا ګټو ته د لومړیتوب ورکولو" پرېکړه شوې.