هند او پاکستان یو بل ته د بندیانو نوملړ وسپارلو
پاکستان او هند په دې دواړو هېوادونو کې د بندي پاکستانيو او هنديو بندیانو نوملړ د ډېپلوماټېکو چېنلونو له لارې له يو بل سره شريک کړ.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جولای په لومړۍ نېټه په خپره کړې يوه خبرپاڼه کې وويل، د بندیانو د نومونو دا تبادله د هند او پاکستان ترمنځ په ۲۰۰۸ز کال کې د تفاهمنامې پر اساس شوې ده. د تفاهمنامې له مخې، دواړه هېوادونه مکلف دي چې هر کال د جنورۍ پر لومړۍ او بيا د جولای پر لومړۍ نېټه د بنديانو نوملړ يو له بل سره شريک کړي.
پاکستان هند ته د ۲۴۶ بنديانو نوملړ سپارلی چې له هغو څخه ۵۳ يې ولسي وګړي او ۱۹۳ کب نيوونکي دي.