ګڼې افغان مېرمنې د امن کورونو له نشتوالي سره جبري ودونو او نورو ټولنیزو فشارونو ته غاړه اېښې
افغانستان کې د امن کورونو تړلو یو شمېر ښځې بېرته ناامنه شرایطو، اجباري ودونو، ټولنیزو فشارونو او د کورني تاوتریخوالي زغملو ته اړ کړې دي.
د افغانستان د ختیځ یوه اوسېدونکې او د دریو ماشومانو مور وایي خاوند یې د تېر جمهوري نظام پر مهال په ملي اردو کې وژل شوی او اوس نه د کور سرپرست لري او نه کور.
خو دې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د خسرګنۍ لخوا له کورني تاوتریخوالي سره مخ ده او د بلې سرپناه نه لرلو له امله د دې حالت زغملو ته مجبوره شوې ده.
دې ازادي راډیو ته زیاته کړه...