۷۵ افغان معلولینو ته په بریالۍ توګه مصنوعي پښې نصب شوې د هند په مرسته لسګونو افغان معلولینو ته مصنوعي پښې ولګول شوې. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال پرون په خپله ایکس پاڼه دا خبر ورکړی. هغه لیکلي د هند د یوې خیریه موسسې جیپور فوټ له خوا ۷۵ افغان معلولینو ته په بریالۍ توګه مصنوعي پښې نصب شوې. جیسوال دا کار له افغانستان سره د هند د بشري مرستو یوه برخه وبلله او زیاته یې کړه چې د مصنوعي پښو د لګولو دا پنځه ورځنی کمپ له تود هرکلي سره مخ شو. په افغانستان کې لسیزو جګړو لکونه کسان ټپيان او له ډلې یې ګڼ تلپاتې معلوله کړل. اکثر د دغو معلولین غبرګې پښې، لاسونه یا یو لاس یا پښه پرې شوې ده. Читать полностью...
Росгвардейцы из Чеченской Республики стали победителями и призерами чемпионата Северо-Кавказского округа Росгвардии по комплексному единоборству
«Сила в команде»: судебные приставы Кузбасса приняли участие во всероссийских хоккейных соревнованиях среди силовиков