هند د وزیرستان برید په اړه د پاکستان تورونه رد کړل
هند وايي د پاکستان هغه تورونه ردوي چې ګواکې دوی په وزیرستان کې د ترسره شوي ځانمرګي برید تر شا لاس لري.دا برید د جون پر ۲۸مه د شمالي وزیرستان د میرلي په خدي مارکیټ کې شوی وو چې د پاکستان د پوځ او په سیمه کې د انتظامیې د معلوماتو له مخې پکې لږ ترلږه ۱۳ سرتېري وژل شوي وو. په هغه ځانمرګي موټر برید کې ۲۴ کسان ژوبل شوي هم وو چې ۱۰ پکې د پاکستان د پوځ سرتېري وو.
په شمالي وزیرستان کې د ترسره شوي برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې قبول کړی وو.
د هند او پاکستان ترمینځ له وروستۍ جګړې راپه دې...