نن یکشنبې په یو شمیر ولایتونو کې د بارانونو او سیلونو خبرداری ورکړل شوی د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن یکشنبې په یو شمیر ولایتونو کې د تیز باران او له کبله یې د سیلونو د راوتو خبرداری ورکړی دی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان وردګ، غزني، زابل، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د سالنګونو په ګډن د تیزو بارانونو او سیلونو د راوتو خبرداری ورکړل شوی دی. د بارانونو او سیلونو د راوتو دا خبرداری په داسې حال کې دی چې پرون شنبې په لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې د بارانونو له کبله سیلابونه راوتي وو. Читать полностью...
Paul Oakenfold возвращается в Россию: легенда электронной музыки даст концерты в Москве и Петербурге спустя 7 лет