د ایران د کورنیو چارو وزیر ځینې بهرني اتباع ایران کې په ورانکارۍ تورن کړل
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ادعا کړې چې ځينې بهرني اتباع په تېرو دوو کلونو کې د ورانکارۍ په هدف دغه هېواد ته تللي.
ایران کې د بهرنیو اتباعو اصطلاح افغان کډوالو ته کارول کېږي.
مومني دا خبره په یوه ټلویزیوني وینا کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې آیا اتباع «افغان کډوال» هم د ورانکارۍ په هدف راغلي وو.
«هر چا په هر شکل چې وس یې رسېد وغوښتل راشي. هو، ځینې دا کسان بهرني اتباع وو. ډېر یې نه وو. دا نه ده چې دوی ( بهرني اتباع) شریف انسانان هم ډېر دي. خو ځینې کسان وو چې په تېرو دوو – دریو کلونو...