غزه کې د اسراییل هوایي برید ۱۸ تنه وژلي دي
د غزې پر مرکزي برخه د اسراییل په یوه هوایي برید کې ۱۸ تنه وژل شوي دي.
اسوشیتید پریس لیکلي، برید پرون پنجشنبه هغه مهال وشو چې فلسطینیانو د پولیسو له یوه مرکز څخه مرسته شوي اوړه ترلاسه کول.
د پولیسو مرکز دغه اوړه له غارتګرو څخه ترلاسه کړي و او وروسته یې د سیمې پر اړمنو خلکو ویشل.
دا د مرستو پر مرکزونو د اسراییل وروستی خونړی برید دی.
د اسراییل پوځ تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
دې ډول بریدونو تېره یوه میاشت کې زور اخیستی او د ملګرو ملتونو په ګډون یې د بېلابېلو بشري ادارو غبرګونونه پارولي دي.