د فرانسې ولسمشر د امنیت شورا له غړیو سره د ایران په تړاو غږیږي
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وایي، د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د متحد ایالتونو بریدونه په رښتیا سره اغیزمن و، خو تر ټولو بد حالت به دا وي چې تهران اوس د اټومي وسلو د نه پراختیا له نړیوال تړون څخه ووځي.
ښاغلي مکرون په بروکسل کې د اروپایي ټولنې له سرمشریزې وروسته له خبریالانو سره د خبرو پرمهال دا اندیښنه شریکه کړه.
هغه وویل چې د دې تړون د ساتلو هڅه به وکړي او په راتلونکو ورځو کې به د ملګرو ملتو د امنیت شورا له پنځو دایمي غړیو سره په دې تړاو خبرې وکړي.
د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې دا خبرې...