په یوه ورځ د هرات له لارې ۳۰۰۰۰ افغان کډوال ستانه شوي
په هرات کې د طالبانو چارواکو وویل چې د چهارشنبې په ورځ له ایران څخه تر دیرش زره ډیر افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوې دي.
په هرات کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس احمدالله متقی تیره شپه په ایکسپاڼه کې د ایراني چارواکو په وینا لیکلي دي چې په لسګونو نور موټر د اسلام قلعه په لور روان دي.
وروسته تر دې چې د جون په دیارلسمه د اسراییل او ایران جګړه پيل شوه، له ایرانه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدو بهیر ګړندی شو.
د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمشنرۍ( یو این ایچ سي ار) د سږکال د اپریل د میاشتې د...