مولانا فضل الرحمان: په پاکستان کې پرېکړې حکومت یا پارلېمان نه بلکې اسټیبلېشمنټ کوي
د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د پاکستان د حکومت په هغه پرېکړه خوشاله نه دی چې د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ نوم یې د سولې نوبل جایزې لپاره وړاندې کړی دی. هغه وايي، امریکا د اسراییلو د حکومت تر شا ولاړه ده او اسراییل د زرګونو فلسطینیانو په وژنه تورن دی. هغه وايي، دا فیصله د حکومت یا پارلېمان نه بلکې د اسټیبلېشمنټ ده. نوموړي غوښتنه وکړه چې د پاکستان حکومت دې دا فیصله واپس واخلي. بل پلو، د اسراییلو حکومت دریځ لري چې په فلسطین کې د ولسي خلکو پر ضد نه بلکې د حماس پر ضد عملیات کوي چا...