بقایي: د امریکایي الوتکو د بریدونو له امله د ایران اټومي تاسیسات سخت زیانمن شوي د ایران د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې د امریکا بریدونو د ایران اټومي تاسیساتو ته "د پام وړ زیان" اړولی دی. د الجزیرې خبرې شبکې د چهارشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند اسماعیل بقاني په وینا راپور ورکړ چې برید د ایران اټومي تاسیساتو ته "ډیر سخت زیان" اړولی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکایي الوتکو د فردو، نطنز او اصفهان پر اټومي تاسیساتو درنه بمباري کړ ده. دا لومړی ځل دی چې د ایران د حکومت یو چارواکي اعتراف کړی چې وروستیو بریدونو دومره زیان اړولی دی. Читать полностью...
«Оскорбил человека в сети — ответил по закону» Валерия Ткачёва поддержала законопроект Государственной Думы о «Травле».