Добавить новость

په کوټه کې د ګاډو ترمینځ ټکر کې ۶ کسان وژل شوي ۷ ژوبل دي

په کوټه ښار کې په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل دي. چارواکي وايي، دا پېښه نن (د جون پر ۲۴مه) د زرنج رکشې او د سپرلیو د مزده موټر ترمینځ د ټکر له وجې مخې ته راغلې ده. د شالکوټ تاڼې مشر (اېس اېچ او) محمد عابد مشال راډیو ته وویل، په زرنج رکشه کې ایراني تېل په بوشکو کې ځای پر ځای شوي وو او د مزدا موټر سره له جنګېدو وروسته اور لګېدلی دی. په پېښه کې ژوبل تنان د بولان میډیکل کمپلېکس ته رسول شوي او ډاکټرانو مشال راډیو ته ویلي دي چې د ژوبلو تنانو وضعیت نازک دی.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта