ایران منځني ختیځ کې په امریکايي اډو برید کړی دی
تهران څو ساعته مخکې اعلان وکړ چې د امریکا له لوري د ايران په اټومي تأسیساتو د برید په ځواب کې يې د "العدید" پر هوایي اډې، چې منځني ختيځ کې د امریکا تر ټولو لویه نظامي اډه ده، توغندي توغولي دي.
خو د قطر حکومت ویلي، چې ټول توغندي یې شنډ کړي دي.
د ایران داسلامي جمهوريت وسلهوالو ځواکونو په یوه اعلامیه کې په قطر کې د "العدید" په امریکايي هوایي د توغندويو د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې دا برید د امریکا له خوا د شنبې په ماښام د درېو هستوي تأسیساتو تر برید وروسته، د "بشارت فتح" تر نامه لاندې، ترسره...