نن د جون۲۳مه د کونډو میرمنو نړیواله ورځ ده، یو شمیر هغه ښځې چې د ژوند ملګری يې بایللي له اقتصادي ستونزو کړیږي
نن د جون ۲۳مه، د کونډو ميرمنو نړیواله ورځ ده.
په افغانستان کې یو شمېر کونډې میرمنې د خپلو ژوند له سختو شرایطو اندېښنه لري او وايي، اوس مهال له بدو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
زهرا يوه کونډه ميرمن ده چې په کابل کې ژوند کوي. هغه وايي، د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته یې ژوند له ګڼو ستوتزو سره مخ دی.
د جون ۲۳مې، د کونډو میرمنو د نړیوالې ورځې په مناسبت، نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې څو کاله وړاندې یې خاوند د کابل د زنبق څلورلارې کې انتحاري برید کې ووژل شو.
زهرا، چې تېر جمهوري نظام کې په دفاع وزارت کې کار کاوه، اوس بېکاره ده.