د طالبانو په زندانونو کې د یو شمیر بندیانو کورنۍ؛ بندي ته مو د مدافع وکیل د نیولو او استیناف د غوښتنې اجازه نه ورکول کیږي
د طالبانو له حکومت سره د ځینو افغان بندیانو کورنۍ ادعا کوي چې د مدافع وکیلانو او استیناف غوښتنې اجازې نه ورکول کېږي او له دې سره چې ملکیان دي، فیصلې یې د پوځي محاکمو لخوا ور اورېدل شوي دي.
دغو کورنیو ازادي راډیو سره خبرو کې دا ادعا هم وکړه، چې بندیان یې شکنجه شوي هم دي.
د کندهار ولایت یو اوسېدونکی وایي، ۳۲ کلن ورور یې چې د ۵ ماشومانو پلار دی له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو له حکومت سره بندي دی.
ده چې نه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډیو...