Добавить новость

د اسراییلو بریدونو کې د ایران دننه ۹۵۰ تنه وژل شوي

په متحده ایالتونو کې د ایران د بشري حقونو یو بنسټ وایي، پر ایران د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۹۵۰ تنه وژل شوي او ۳۴۵۰ نور ټپیان شوي دي. اسوشیتید پریس خبري اژانس د دغه بنسټ د راپور پر اساس، چې نن دوشنبه د چنګاښ په دوهمه یې خپور کړی، لیکلي چې وژل شویو کې ۲۳۵ امنیتي ځواکونه او ۳۸۰ ملکیان شامل دي. د څه باندې درې سوو نورو وژل شویو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي. د ایران د عامې روغتیا وزارت بیا د شنبې په ورځ ( د جوزا په ۳۱مه) ویلي و چې د اسراییل بریدونو کې شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل شوي او ۳۰۵۶ نور ټپيان شوي دي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта