Добавить новость

طالبانو پر ایران د امریکا برید غندلی دی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د امریکا برید غندلی. د دې وزارت د ویاند قهار بلخي پر ایکس پاڼې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، "د امریکا دغه ډول بریدونه په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کوي". په اعلامیه وړاندې پر دواړو خواوو غږ شوی چې د ستونزې د حل په موخه دپیلوماسۍ ته مخه کړي. امریکا نن یکشنبې په ایران درې لوی اټومي تاسیسات په نښه کړل. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا بریدونه بریالي وبلل او ایران ته د سولې د وړاندیز ترڅنګ وویل، "که سوله نه کوئ، د نورو بریدونو لپاره ځان چمتو کړئ". ایران دې بریدونو ته تند غبرګون ښکاره کړی دی.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта