نتانیاهو: "د تهران دیکتاتوران به د سوروکا په روغتون باندې د برید بیه پرې کړي"
د اسراییلو صدراعظم، بنیامین نتانیاهو، د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه چې ایران د بئرالسبع ښار سوروکا روغتون او د هیواد په مرکز کې ملکي وګړي د توغندیز برید هدف ګرځولي دي.
نتانیاهو په ایکس شبکه کې په یوه پوسټ کې ولیکل: «نن سهار، د ایران ترهګرو دیکتاتورانو د بئرسبع سوروکا روغتون او د هیواد په مرکز کې پر ملکي وګړو توغندي ویشتل.»
هغه زیاته کړه: «د تهران دیکتاتوران به د دې اقدام بشپړه بیه پرې کړي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې ایران وايي د دوی د توغندیز برید هدف، «د اسراییلو د پوځ لویه قومانداني او استخباراتي...