اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۱۶۱میلیونو یورو بشري مرسته کوي
اروپايي ټولنه وايي، دې ته په پام سره چې بشري ناورین لا هم په افغانستان کې د نړۍ له سختو کړکېچونو شمېرل کېږي، په افغانستان کې دننه او په سیمه کې له زیانمنو افغانانو سره ۱۶۱ میلیونه یورو بشري مرستې کوي.
په هغې اعلامیه کې چې دې ټولنې تازه خپره کړې راغلي چې له دې مرستې څخه، له ۱۴۱ میلیونه زیاتې به په افغانستان کې فعالو بشري مؤسسو ته ورکړل شي، او د اعلامیې په ټکو په ایران او پاکستان کې هم افغان کډوالو ته لس لس میلیونه یورو ځانګړې شوې دي.
په دوام کې راغلي چې د اروپايي ټولنې نوې مرستې به د خوړو، درملنې،...