خامنه ای؛ د ایران ولس به د تپل شوې جګړې او سولې پر وړاندې په کلکه ودریږي
د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامنه ای وايي، "د ایران ولس به د تپل شوې جګړې او سولې پر وړاندې په کلکه ودریږي".
هغه نن چهارشنبې د ایران خلکو ته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، "ایران به هیڅ کله د اسراییلو د بریدونو ته تسلیم نشي".
هغه په دې ویډیویي پیغام کې له اسراییلو سره جګړې ته د "تپل شوې جګړې" نوم ورکړ.
خامنه ای په دې پیغام کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغوو څرګندونو، چې د ایران د بشپړې تسلیمي غوښتونکی شوی و، په ځواب کې وویل، "هغه هوښیار کسان چې ایران او د ایران ولس پیژنې هیڅ کله له دې ولس...