افغانې ښځې؛ د جي ۷ غړي هېوادونه دې پر طالبانو سیاسي فشارونه زیات کړي چې د ښځو د کار او زده کړو حقونه ورکړي
په کاناډا کې د جي ۷ غړو هیوادونو د مشرانو او په بروکسل کې د لوړو پوړو چارواکو غونډو سره هم مهاله، یو شمېر افغان میرمنې او د ښځو د حقونو فعالانې د دواړو ناستو له ګډون والو غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د نقض امله پر طالبانو سیاسي او اقتصادي فشارونه زیات کړي.
دغه میرمنې وايي وروستیو نړیوالو پېښو او کړکیچونو د افغان ښځو پر وضعیت سیوری غوړولی او نړۍ دوی له پامه غورځولي دي.
د خوست یوې اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو لخوا په ښځو او...