د طالبانو مالیې وزارت وایي، له ایران سره ګمرکي او سوداګریزې چارې عادي مخته ځي د طالبانو د حکومت مالیې وزارت وایي چې له ایران سره د دوی سرحدي او ګمرکي چارې په عادي ډول روانې دي. دغه وزارت پرون یکشنبه ( د غبرګولي ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګمرک او سوداګرۍ چارې له کوم خنډ پرته دوام لري. دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ یو پر بل بریدونو زور اخیستی دی. د طالبانو مالیې وزارت ویلي، یوازې د شنبې په ورځ د ابو نصر فراهي او نیمروز ګمرکونه او د ایران خواته ګمرکي فعالیتونه تړلي و، خو یکشنبه بیرته پرانستل شول. ایراني چارواکو د ۱۴۰۳... Читать полностью...