له ایران او پاکستانه د کډوالو نږدې شپږ نیم زره کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې په افغانستان کې چارواکي وايي، په تېرو دوو اوونیو کې له ایران او پاکستانه ۶،۳۰۰ کورنۍ وطن ته ستنې شوې دي. د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې د باختر اژانس راپور ورکړی دی چې په تېرو ۱۵ ورځو کې له ایران څخه ۵،۵۰۰ او له پاکستان څخه ۸۲۰ کورنۍ یا په زور یا په رضا افغانستان ته تللې دي. د ایران مهر خبري اژانس د ایران د حکومت د ویاندې فاطمې مهاجراني له خولې لیکلي دي چې له هغه هېواده به ټول هغه کډوال اېستل کېږي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. د ایراني مسوولینو په وینا په دغه هیواد کې څه باندې شپږ مېلیونه افغان کډوال ژوند کوي. Читать полностью...
«Знай, люби, гордись, приумножай»: более 20 тысяч молодых людей собрались на площадках Общества «Знание» в День молодежи