اودیسې کې د اروپایي مشرانو له غونډې سره همهاله پر خارکیف د روسیې خونړی برید په داسې حال کې چې د اوکراین په بندري ښار اودیسې کې د اروپایي مشرانو غونډه روانه ده، په بل ښار خارکیف کې د روسیې هوایي بریدونو درې تنه وژلي او زیات شمېر نور یې ټپیان کړي دي. د خارکیف ښاروال ایګور ترخوف ویلي چې د روسیې ننني هوایي بریدونه په څو پوړیزو ودانیو، کورونو، لوبغالو او ترانسپوري شرکتونو باندې شوي دي. د نوموړي په وینا، بریدونه د اورلګیدنې لامل هم شوي دي چې زیانونه یې اړولي. د اودیسې غونډه کې چې د اوکراین او سیمې پر امنیتي مسلو ورټوله ده، د رومانیا، مولدوا، یونان، شمالي مقدونیا، کروشیا، سربیا او یوشمېر نورو هېوادونو مشران جرګه شوي دي. Читать полностью...
Премьера тизерного трейлера сериала «Три сестры» с Юлией Александровой, Полиной Гухман и Марусей Климовой