د تهران او واشنګتن د خبرو موافقه، خو نیټه مختلفه
ایران وايي، د امریکا له متحد ایالتونو سره د اټومي خبرو اترو بل پړاو د جون په ۱۵مه نیټه ټاکل شوی، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې بل پړاو خبرې به د جون په ۱۲مه یعني بل سبا ترسره شي.
ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (جون ۹مه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې له ایران سره به د پنجشنبې په ورځ خبرې وشي او تر هغه وخته به انتظار وکړي.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې دا خبرې به د دې اختلاف سربیره دوام وکړي چې ایران ته د یورانیمو د غني کولو اجازه ورکړل شي که نه.
د امریکا ولسمشر د یورانیمو غني کولو په اړه...