له نن څخه امریکا ته د افغانانو په شمول د ۱۲ هېوادونو پر اتباعو د سفر بندیز پیلږي
په داسې حال کې چې له نن دوشنبې د جون ۹مه امریکا ته د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو په وګړو د سفر محدودیت پیلېږي، په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې امریکا ته د تګ بېلابېل کېسونه لري وايي د سفر دا محدودیت ممکن دوی بېرته خپل هېواد ته تلو ته اړ کړي، هلته چې د دوی په خبره ژوند یې د مرګ له ګواښ سره مخ دی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ په یو فرمان کې متحده ایالاتو ته د یادو هیوادونو د وګړو په سفر محدودیت ولګاوه او ویې ویل چې د دې اقدام هدف له بهرنیو ترهګرو د امریکا خوندي ساتل دي.