Добавить новость

پرتګال د ملتونو جام وګاټه؛ د رونالډو لپاره د احساساتو ډکه بریا

پرتګال د اروپايي ملتونو د فوټبال اتلولي وګټله. د اروپايي ملتونو د فوټبال د لیګ پایلوبه د پرتګال او هسپانیې تر منځ د یکشنبې په شپه د مونیخ په الیانز ارینا سټډیوم کې وشوه. دا لوبه په ټاکلو نوي دقیقو کې ۲ – ۲ مساوي شوه او په اضافي وختونو کې هم پایله همداسې پاتې شوه. دا په زړه پورې لوبه بالاخره پنالټي شوټونو ته ورسېده چېرته چې پرتګال وتوانېد ۵ پر ۳ خپل سیال مات کړي. دا د اروپايي ملتونو د فوټبال په لیګ کې د پرتګال د ملي ټیم دویم وار اتلولي وه. د یکشنبې شپې په لوبه کې د هسپانیې لپاره مارتین زوبیمیندي او میکل اویارزابل ګولونه ووهل.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта