Добавить новость

کلفورنیا کې د کډوالو د نیولو ضد مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون شنبه په کلفورنیا ایالت کې د کډوالۍ د قوانینو ضد پراخو مظاهرو د کنټرول لپاره د ملي ګارد دوه زره سرتیري واستول. اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي چې د کلفورنیا په لاس انجلس ښار کې دویمه پرله پسې ورځ هم خلکو مظاهره وکړه. دغه مظاهرې د جمعې په ورځ وروسته له هغه پيل شوې چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې کارکوونکو ۴۴ تنه د کډوالۍ نړیوالو قوانینو د سرغړونې په تور په یو لړ عملیاتو کې ونیول. په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پولیس له مظاهره چیانو سره په شخړه اوښتي او د هغوی په ضد اوښکې بهونکی ګاز کاروي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта