په غزه کې د یرغمل شوي تایلندي وګړي جسد موندل شوی دی
د اسراییلو د دفاع وزیر وايي، ځواکونو يې د هغه تایلندي وګړي جسد موندلی چې په ۲۰۲۳کال کې د اکټوبر په اوومه د حماس وسله والې ډلې له خوا د یرغمل په توګه غزې ته وړل شوی و.
امریکا متحده ایالاتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو ترهګریز سازمان ګني.
د اسراییلو د دفاع وزیر کاتز ازرایل نن شنبې وویل، د ناتاپونګ جسد د غزې په جنوب رفح ښار کې د ځانګړو عملیاتو په لړ کې موندل شوی دی.
حماس وسله والې ډلې له اسراییلیان وروسته تر ټولو ډير تایلندي وکړي یرغمل کړي وو.
دوه ورځې وړاندې په غزه د دوو نورو یرغمل شویو جسدونه چې...