د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې ګواښل شوي چې کار پریږدي
په کابل کې د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې د نامعلومو کسانو له خوا ګواښل شوي دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما دا پېښه تایید کړې ده.
د یوناما په بیان کې چې فرانسې خبري اژانس خپور کړی راغلي :« په کابل کې د ملګرو ملتونو ګڼې ښځینې کارکوونکې د نامعلومو کسانو له خوا د هغوی د کار اړوند ګواښل شوي دي.»
بیان زیاته کړې چې دغو جدي ګواښونو ته په پام ملګرو ملتونو د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب او امنیت لپاره یو لړ اقدامات کړي دي.
اکثرو دغو ښځو ته ګواښ شوی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
دا ښځې اوس د خپلو ادارو په سپارښتنه له کوره کار کوي.